د پنجشېر په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰ بېلابېلو پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس شیر علي موزون ویلي، چې د دغه ولایت په درې او پریان ولسوالیو کې د اکتید موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۶ میلیونه ۹۴۲ زره ۸۷۵ افغانیو په لګښت د ۶۰ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې دي. د نوموړي په وینا یادې پروژې د ذکر شویو ولسوالیو په ۴۴ کلیو کې پلي شوي، چې پکې د سړکونو، پلي لارو، پلچکونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې شاملې دي.



































