د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال عتیق الله عزیزي، په کابل کې د جاپان له سفیر ماساموتو کِینیچي سره په کتنه کې؛ د کلتوري همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې عزیزي؛ د افغانستان د لرغونو کلتوري او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې د جاپان هڅې او مرستې ستایلي او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې د هېواد د کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري. د جاپان سفیر هم، د تاریخي میراثونو د ساتنې په برخه کې د افغان حکومت هڅې د پام وړ بللې او ویلي یې دي، چې د افغانستان لرغونی تمدن نړۍوال اهمیت لري او د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغان حکومت مسوولیت نه، بلکې د ټولو ګډ مسئولیت دی. دواړو لورو د کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی.



































