په عمان کې د افغانستان سفارت سفیر حافظ عمر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت په جوړه شوې شپږمه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. په دې غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي سربېره په کوربه هېواد کې د مېشتو استازولیو او نړیوالو سازمانونو مشرانو ګډون کړی و. په غونډه کې د عمان د بهرني سیاست، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو برخو په اړه خبرې شوې او د ښو متقابلو اړیکو په ساتنه کې د ټولو استازو هڅې ستایل شوې دي.



































