د زابل د مرکز قلات اړوند سیمو کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو عالي کمیشنرۍ له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت درېیو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د پوهنې رییس ګل ولي متقي ويلي، چې دا ښوونځي په دوو پوړونو کي د یوه کال په جریان کي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې د اوبو او برېښنا سیستمونه، کمپیوټر لب او نور اړین محلقات هم لري.



































