د لوګر څرخ ولسوالۍ ته د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژې چارې پیل شوي. دغه پروژه د کورنیو چارو وزارت اړوند تامیناتي معینیت په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې په لومړي پړاو کې به د څرخ ولسوالۍ ملکي او نظامي ادارې له برېښنا څخه برخمنې شي او ورپسې به د سیمې اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل شي. د څرخ ولسوال شېراحمد حبیب ویلي، چې د دې پروژې د پلې کېدو بهیر به د لوګر د برېښنا ریاست او د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معینیت د انجینرانو په همغږۍ له نږدې وڅاري او کلک ملاتړ به ترې وکړي.



































