په افغانستان کې د (یونیسف) استازی تاج الدین اویوالي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د بې وزلۍ زیاتوالی، شخړې او اقلیمي ناورینونه د ماشومانو راتلونکې ګواښي. نوموړي په دې خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د حیاتي خدمتونو لپاره د بودیجې سخت کمښت هم ماشومان له خپلو حقونو او فرصتونو بې برخې کوي. هغه ټینګار کړی چې د ماشومانو حقونه یوازې خبرې نه دي؛ بلکې یوه ژوندۍ ژمنه ده چې باید په عملي اقداماتو او اغېزناکې پانګونې سره پوره شي.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د یونیسف استازي اعلان کړی و چې په میلیونونو افغان ماشومان د خوارځواکۍ او جدي روغتیا له خطرونو سره مخ دي.



































