د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال لپاره د برېښنا لېږد تړون لاسلیک شوی دی. د افغانستان برېښنا شرکت په وینا، له ازبکستانه واردېدونکې برېښنا د هېواد د لويو ولایتونو، په ځانګړي ډول د کابل ښار د اړتیا مهمه برخه پوره کوي. د تړون د نوې کېدو له مخې، نه یوازې د راتلونکي کال لپاره د هېواد د انرژۍ اړتیا پوره کېږي، بلکې د اقتصادي پیاوړتیا، د پانګونې د جلب او د برېښنا د زیربناوو د پراختیا لپاره هم اسانتیاوې رامنځته کړي.



































