په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې حسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو مرکزونو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړی دی. دغه راز دې کتنه کې د تاتارستان ولسمشر له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې تاتارستان کولی شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.



































