د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول د بروکسل په څنډه کې د اروپايي ټولنې د هند او ارام سمندر سیمې هېوادونو د وزیرانو د غونډې پر مهال، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق ډار سره لیدلي دي. د المان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او غزې د وضعیت تر څنګ، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا نیز خبرې کړې دي.



































