په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک له لاسلیک سره، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور لپاره د همکاریو فرصتونه نور هم پراخ شول. د سفارت په وینا، دغه هوکړه لیک د یو لړ رسمي مراسمو پر مهال لاسلیک شو چې د ایران او د افغانستان د سوداګرۍ خونو استازو پکې ګډون درلود. د هوکړې له مخې، دواړه هېوادونه به د سوداګرۍ، پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخو کې ګډې هڅې زیاتوي. چارواکو ویلي چې دا ګام به د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي اړیکې لا ټینګې کړي او د خصوصي سکټور د پراختیا لپاره به مهم رول ولري.



































