پوهنې وزارت ویلي، چې روان کال د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۷۹ ښوونځیو او ۶ دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي. د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي، چې په یادو پروژو ۲ میلیارده ۱۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. نوموړي زیاته کړې، دغه یاد وزارت هڅه کوي؛ څو د زدهکوونکو لپاره د زدهکړو معیاري، سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کړي. د پوهنې وزارت ویاند وايي، په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې په تېرو څلورو کلونو کې ۱۳۱۵ ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي، د ۳۱۰ ښوونځیو او ۱۸ دیني مدرسو ودانۍ ترمیم شوي او د ۱۸۱ ښوونځیو او ۵ دیني مدرسو د ترمیم چارې لا هم روانې دي. سربېره پر دې، د ۲۶ ښوونځیو او ۲ دیني مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې دوام لري.



































