د هیواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د لړم میاشتې پر ۱۲نېټه له زلزلې وروسته، په سعودي عربستان کې مېشت د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو زلزلهځپلو سره د مرستې راټولولو او وېشلو لپاره یو ولسي کمېسیون جوړ کړی دی. یاد کمېسیون د سوداګرو، پانګهوالو او خیررسونکي له لوري د مرستو راټولولو او تر اړمنو کورنیو پورې د مرستو رسولو په موخه رامنځته شوی دی. د دغه کمېسیون د مالوماتو له مخې، تر دې دمه له درې میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې د سمنګان پر ۷۰۰ زیانمنو کورنیو وېشل شوي دي. د دوی په خبره مرستې د ساحوي ارزونو او د اغېزمنو کورنیو تر دقیقې پېژندنې وروسته په منظم ډول ور رسېدلي دي.



































