د لوګر په مرکز او دوه ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو ۷ سایټونه فعال شوي دي. د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ویلي، چې د یادو د سایټونو له فعالیېدو سره شاوخوا ۴۰ زره وګړي له منظم مخابراتي او انټرنټي خدماتو برخمن شول. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مطیع الله عابد ویلي، چې دغه ولایت د مرکز په ګډون په برکي برک او څرخ ولسوالۍ کې شوي دي. د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې د مرکز او ولسوالیو لپاره د ۱۲ نورو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې، چې ډېر ژر به پرانیستل شي.



































