د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ په خویخېلو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه پای ته ورسېده. د یادې روغې جوړې پر مهال د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت له اسلامي اړخه د سولې کولو او مصلحينو مقام اوچت ياد کړ او د ناوړه غيرت او ناچیزه معاملو پر سر وژنې يې د پښتني ټولنې تر ټولو بد کلتور بللی. هغه زياته کړې، دوی هڅه کوي، دغه ډول ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.



































