د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو ریيس شفیع اعظم او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رییس الحاج عارف نن د هند د نساجي وزارت له مسوولینو سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې هندي لوري افغانستان ته په «بهارت ټیکس» نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه چې افغاني تولیدات پهکې نندارې ته وړاندې کړي.



































