د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستاني یرغلګرو ځواکونو له لوري پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه غندلي دي. کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، د ماشومانو او ښځو شهیدانول د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف دي. هغه له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره پر نړۍوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې خپلې کړي، عاقبت اندیشي دې وکړي او د تخریبي او دښمنانه پالیسیو له تکرار دې ډډه وکړي.



































