پاکستاني پولیسو تېره شپه د اسلاماباد په ارجنټینا پارک کې د مېشتو افغان کډوالو پر کورنیو چاپه وهلې او له سلو څخه ډېرې کورنۍ یې نیولې دي. د کډوالو په وینا، شاوخوا ۱۵۰ افغان کورنۍ د پولیسو له لوري د یوې ناڅاپي چاپې پر مهال نیول شوي او وروسته د ایستلو لنډمهالو کمپونو ته لېږدول شوې دي. افغان کډوال دې عملیاتو ته سخت اندېښمن دي او وايي، دا ډول کړنې بېسارې دي او د افغانانو اوسنی وضعیت یې لا خراب کړی دی. کډوال ټینګار کوي چې په پاکستان کې د دوی حالت د هرې ورځې په تېرېدو له ستونزو سره مخ کېږي.



































