د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته روان شو. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه سفر د ترکیې په رسمي بلنه شوی او ټاکل شوې، چې عزیزي د اېکو سازمان د وزیرانو په ناسته کې د ګډون سربېره د حلال ۲۰۲۵ نندراتون د پرانیستې په مراسمو کې هم برخه واخلي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر به دغه راز د ترکیې د خصوصي سکټور له غړو سره افغانستان ته د پانګونې د جذب په تړاو هم خبرې وکړي.



































