د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی چې په افغانستان کې لوږه په چټکۍ په پراخېدو ده او دا هېواد یې په نړیواله کچه د لوږې له شدید بحران سره مخ کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام په خپاره کړي راپور کې ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو، لوږه او خوارځواکي په ژورېدو ده. د راپور له مخې دا مهال افغانستان په ماشومانو کې د شدیدې خوارځواکۍ له اړخه په نړۍ کې څلورم ځای لري. د خوړو نړیوال پروګرام په خبره، د ژمي په نږدې کېدو، په مېرمنو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه چې مخکې هم په پراخه کچه ثبت شوې وه، ښايي له دې هم زیاته شي.



































