د فاریاب ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په «کوتل ګردنه» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د فاریاب د ترافیکو مدیر ملا عبدالجبار روحاني رسنیو ته ویلي، چې پېښه پرون شاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو فلانکوچ موټر د خرابې لارې او د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړک څخه وتلی او ژورې درې ته لوېدلی دی. د هغه په خبره، د پېښې قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو، چې د خپلو خپلوانو د واده مراسمو ته روان وو.



































