د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د یونسکو یوه تخنیکي پلاوي د منار جام په ګډون د لرغونو ځایونو د ساتنې او بیارغونې پروژو ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی. یاد پلاوي د اطلاعاتو او کلتور له رییس عبدالحي زعیم سره کتلي او د تاریخي ځایونو خوندیتوب او بیارغونې پروژو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. د یونسکو استازي ویلي چې په غور کې د استنادي دېوالونو، کټارو، پلونو او د منار جام د ساتنې پروژې پلي کوي، او اړوند تجهیزات یې ولایت ته رسېدلي دي. د اطلاعاتو او کلتور رییس د یونسکو د فعالیتونو هرکلی کړی، خو زیاته کړې چې د تاریخي اثارو ساتنې لپاره لا زیاته پاملرنه اړینه ده. د یونسکو پلاوي ډاډ ورکړی چې مطرح شوې ستونزې به له مرکزي دفتر سره شریکې او د حل هڅې به يې وشي.



































