د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال دوکتور محمدنعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور مهدي سبحاني سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، په ایران کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو په ښهوالي او ګڼو برخو کې د لا ښه پرمختګ په حل لارو خبرې شوې دي. ښاغلي سبحاني د افغانستان له ملي حاکمیت سره د ایران د درناوي څرګندونه کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.



































