په بدخشان ولایت کې د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله عقاب فاروقي ویلي، چې د بدخشان د والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ یوه افغان پلاوي تاجیکستان ته سفر کړی دی. د نوموړي په خبره په دې پلاوي کې د سرحدي پولیسو لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان هم شتون لري. فاروقي زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د تاجیکستان د کوهستان مختار ولایت له والي، د ملي امنیت د سرحداتو له مرستیال او د دې هېواد د شمېر نورو امنیتي مسولینو سره د بندرونو نظم او د سرحدي همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.



































