د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو وېشڅانګې او اسان خدمت مرکزونو له لارې د روان کال په تله او لړم میاشتو کې ۳۸۲ زره او ۷۴ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال په یادو دوو میاشتو کې تر ټولو زیاتې، څهباندې ۷۱ زره برېښنایي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې او له کابل وروسته هرات د ۵۲ زره او ۴۷۴، کندهار د ۲۱ زره او ۳۸۴، ننګرهار د ۲۰ زره او ۱۰۳ او کندوز ولایت د ۱۵ زره او ۵۱۵ برېښنایي پېژندپاڼو په وېش سره هغه ولایتونه دي، چې تر ټولو زیاتې برېښنایي پېژندپاڼې یې هېوادوالو ته وېشلې دي.



































