د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانان هیچاته اجازه نه ورکوي چې پر خاوره یې تېری وکړي، او هر تېري ته به ځواب ورکړي. برادر دغه خبرې د ملي دفاع وزارت ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې فراغت غونډه کې کړې دي. نوموړي د ا.ا متقابلو اړیکو ژمنتیا ته په اشارې خبر داری ورکړی چې د هېواد دښمنانو باندې غږ کوي چې پر افغان خاورې او حریم ته په بد نظر ونه ګوري او نور دې زموږ حوصلې نه ازمایي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې ا.ا د ملي ګټو په چوکاټ کې ټولو هېوادونو سره متقابلو اړیکو ته ژمن دی. برادر دا خبرې داسې مهال کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې څو ځل د افغانستان حریم نقض کړی او څه موده مخکې د دغه هېواد دفاع وزیر، خواجه اصف افغانانو ته دښمنان ویلي وو.



































