د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي کونړ ته د سفر پر مهال د دغه ولايت ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون د تعمیراتي چارو بیا ځلي پیل پرانسته تر سره کړې ده. د ياد وزارت د مالوماتو له مخې، د دې روغتون ودانۍ، چې چارې یې نیمګړې پاتې وې، د ا.اپه خپله داخلي بودجه د نږدې ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت سره به یې پاتې چارې بشپړې شي. په همدې حال کې د کونړ ځايي چارواکو او قومي مخورو هم د عامې روغتيا وزارت دغه اقدام ستایلی او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



































