د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تر دې وروسته به د افغانستان د پاسپورټ لرونکو ته ویزې ور نه کړي. دغه وزارت لیکلي چې د امریکایي د ملي امنیت خوندیتوب لپاره هر راز لازم اقدام کوي. تر دې وړاندې د امریکا په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په غبرګون کې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۹ نورو هېوادونو د کډوالو بهیر درولی و او د دوی د کډوالۍ قضیو د بیا کتنې امر یې کړی و. په دې لېست کې د افغانستان، کیوبا، هایټي، ایران، سومالیا او وینزویلا نومونه راغلي دي.



































