د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ترکیې سفارت له چارسمبالي، جنګ اونال سره د هغه ماموریت د پایته رسېدو په مناسبت د مخه ښې لیدنه کړې ده. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان او ترکیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. متقي د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو د کوربتوب په برخه کې د ترکیې له هڅو مننه کړې ده. جنګ اونال ویلي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې خپل ماموریت په ښه توګه ترسره کړی.



































