د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني پرون لغمان ته د سفر پرمهال راستانه شویو هېوادوالو ته د نمرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د کور او ښار جوړونې رئیس مولوي حسین احمد تیلوي ویلي، چې په دې ولایت کې د مرکز اړوند کافر ګلۍ سیمه کې ۱۰۵۰ جریبه، د مهترلام بابا دښته کې ۱۳۲۵ جریبه او د علیشنګ ولسوالۍ اړوند شمکټ سیمه کې ۴۰۳۰ جریبه ځمکې راستنو شویو هېوادوالو ته ځانکړې شوې چې نږدې راتلوونکي کې به د نورو نمرو د وېش لړۍ پیل شي.



































