د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سږ کال د تېر کال په پرتله په هېواد کې د انځرو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي. د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، سږ کال څه باندې ۱۵۱زره ۷۰۰ میټریک ټنه د انځرو حاصلات ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر کال څه باندې ۱۱۱ زره میټریک ټنه انځر حاصلات ترلاسه شوي وو. ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، روان کال کې څه باندې ۴۳ زره ټنه انځر د ۲۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت، د منځنۍ اسیا هېوادونو په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.



































