په کابل کې د ایران سفارت د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د مشر علي لاریجاني له قوله ویلي، چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د منځګړیتوب او هڅو بشپړ چمتووالی لري. د ایران سفارت د لاریجاني د څرګندونو د وخت او ځای په اړه جزئیات نه دي ورکړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه وخت ترینګلې شوې چې پاکستان د تلې په میاشت کې د کابل او پکتیکا ځینې سیمې بمبار کړې. تر دې وړاندې په قطر او ترکیه کې درې پړاوه خبرې شوې وې، خو د درېیم پړاو خبرې هم بېپایلې پای ته ورسېدې.



































