اسوشیټيډ پرېس په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې تازه ایمیلونه ښيي چې افغان پناه غوښتونکی رحمانالله لکڼوال چې په امریکا کې د ملي ګارد پر دوو غړو د ډزو له کبله تورن دی، له اوږدې مودې راهیسې له شدیدو رواني ستونزو سره مخ و. په راپور کې ویل شوي، چې رحمانالله لکڼوال نه شوای کولی چې خپله دنده خوندي وساتي او د انزوا اوږده پړاوونه یې تجربه کړي دي. د راپور له مخې، یو ټولنیز فعال چې په واشنګټن کې له افغان کورنیو سره کار کوي، له وړاندې یې د هغه د ځانوژنې احتمالي اندېښنه د کډوالو له یوه بنسټ سره شریکه کړې وه. برېښنالیکونه ښيي چې د نوموړي د وضعیت په اړه جدي خبرداري د ډزو له پېښې وړاندې ورکړل شوي وو.



































