د اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته سفر کړی دی. د سرچینو په وینا، په دغه پلاوي کې د امارت اسلامي لوړ پوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي. سرچینې طلوع نیوز ته ویلي چې هممهاله یو پاکستانی پلاوی هم عربستان ته تللی او د ریاض په منځګړیتوب د کابل او اسلامآباد ترمنځ ځنډېدلي مذاکرات بېرته پیلیږي. که څه هم د خبرو د اجنډا رسمي جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د موضوع د نږدې کسانو په وینا، د دې ناستو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو شخړو کمول او د مستقیمو خبرو لپاره د یو نوي چوکاټ رامنځته کول دي.



































