د غزني ولایت په ناوې او ګېلان ولسوالیو کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو شبکو په فعالېدو سره شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي د یادو شبکو له جوړېدو خوښ دي او هیله لري چې نور به د څښاک پاکو اوبو برخه کې ستونزه ونه لري.



































