د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هرات پوهنتون کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پیل شوې دي. د یادو پروژو د پرانیستو په مراسمو کې د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار ویلي، چې اسلامي امارت د لوړو زده کړو پراختیا او پیاوړتیا ته پاملرنه کړې او دغه پروژې به د پوهنتون اړتیا پوره او زرګونه محصلینو ته به د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي. په دغو پروژو کې د پوهنتون لپاره د ښه چاپیریال برابرول، د ماسټر پلان پلي کول او د کادری روغتون د ودانۍ جوړول او تجهیزول شامل دي.



































