په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا ریاست له رييس سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو او افغان سوداګرو ته د ویزو پر اسانتیاوو خبرې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دواړو خواوو د اړیکو پیاوړتیا مهمه بللې او د مثبتو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړې ده.



































