د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره به په روانه ډسمبر میاشت کې کې خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي. د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیاله او د یوناما د دفتر مشرې جورجټ ګاګنون، د اوچا له دفتره یو لوړپوړی استازی او د مدني ټولنې یو غړی ګډون وکړي او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه به خپل معلومات شریک کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې د عمومي غونډې له پایته رسېدو وروسته به د امنیت شورا غړي غیرعلني مشورتي بحثونه هم وکړي، تر څو د افغانستان د وضعیت په اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه سلا مشورې وشي.



































