د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې لسمه غونډه کې هېواد ته د بې کیفیته تېلو پر وارداتو او راستنېدونکو ته د لازمو اسانتیاو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي. ارګ پر خپله اېکسپاڼه د یوې اعلامیې پر خپرولو لیکلي دغه غونډه کې د هېواد پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث شوی او د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي او راستنېدونکو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په برخو کې ځینې پرېکړې شوې دي.



































