د سویډن د سټاکهولم د نړيوالې سولې څيړنيز انسټيټيوټ د ډسمبر په لومړۍ نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې په ټوله نړۍ کې د وسلو د پلور په چارو کې د سلو مخکښو شرکتونو ګټې ۶۷۹ ميليارډو ډالرو ته رسېدلي، چې دا د وړم کال په پرتله ۵ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي او بېسارې زیاتې شوې دي. په دې حجم کې د امريکا د وسلو خرڅوونکو شرکتونو ګټې نږدې نيمه برخه نيسي.
د شنونکو په نظر، د وسلو د پلورونکو شرکتونو له ګټو څخه څرګندېږي، چې بېلا بېل هېوادونه په ډار او وېرې کې دي او د سيمه ييزو شخړو د زياتوالي او د نړيوال امنيت د سختوالي په حال کې وسلې اخلي او د خطرونو پر وړاندې خپل پوځي ځواک پياوړی کوي. خو په حقیقت کې دا کړنه په بېلا بېلو هېوادونو کې امنيت نه شي رامنځته کولی، بلکې برعکس نور خطرونه ډېرولی شي.
که د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د زيروسم لوبې له مفکورې څخه لاس واخلي او ډيپلوماتيک تماسونه زيات او څو اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، نو د نړيوال امنيت د ښه والي لپاره به رغنده شرايط برابر کړای شي.
د وسلو د پلور په سلو نړيوالو مخکښو شرکتونو کې ۳۹ يې د امريکا دي او دغو امريکايي شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې د وسلو د پلور له لارې ۳۳۴ ميليارډه ډالره ګټې ترلاسه کړي، چې دا د وړم ۲۰۲۳م کال په پرتله ۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي.
د پاملرنې وړ ده، چې د امريکا سپېس اېکس شرکت په لومړي ځل د وسلو د پلور په سلو نړيوالو مخکښو شرکتونو کې شامل شوی او په تېر ۲۰۲۴م کال کې یې ۱ ميليارډ او ۸۰۰ ميليونه ډالره ګټه ترلاسه کړې ده.
له روسیې پرته، د اروپا ۲۶ شرکتونو په ۲۰۲۴م کال کې د وسلو د پلور له لارې ۱۵۱ ميليارډه ډالره ګټې کړي، چې دا د وړم کال په پرتله ۱۳سلنه زياتوالی ښيي.
ياد راپور وايي، په اروپا کې د وسلو شرکتونه بازاري غوښتنو ته په کتو د توليد د پراختيا هڅې کوي، خو دا هڅې يې ښايي د معدني موادو په شمول د کليدي اومو موادو د تهيې د ستونزو له امله نتيجه ورنه کړي.
په ۲۰۲۴م کال کې د منځني ختيځ د وسلو د پلور نهو شرکتونو د ۳۱ ميليارډو ډالرو په ارزښت وسلې پلورلي، چې دا د وړم کال په پرتله ۱۴سلنه زياتوالی ښيي.
د اسرائيل د درېيو شرکتونو د وسلو د پلور عمومي اندازه ۱۶ ميليارډه او ۲۰۰ميليونو ډالرو ته رسيدلې، چې دا بیا د وړم کال په پرتله ۱۶سلنه زياتوالی ښيي.
د روسیې د دوو شرکتونو د وسلو د پلور اندازه ۳۱ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې دا د وړم کال په پرتله ۲۳سلنه زياتوالی ښيي.
د شنونکو په اند، په ۲۰۲۴م کال کې د وسلو د پلور د اندازې مستقيم لامل په غزې تړانګې کې د جګړې او د اوکراين بحران اوږدول او پراخول دي. ځيني هېوادونه د وسلو د خرڅولو او پراخولو له لارې د امنيت په لټه دي او يا پر نورو هېوادونو نظامي برتری ترلاسه کوي.
د راپور له مخې، اروپايي هېوادونه د اوکراين بحران د دوام او غځېدو له امله د خپل امنيت لپاره تشويش کوي، نو ځکه یې د وسلو د اخيستلو غوښتنې زياتې کړي، چې په دې سره د اروپا د وسلو د خرڅوونکو شرکتونو د پلور اندازه په لوړه کچه زياته شوې ده.
د چګ د وسلو توليد شرکت یا چيکوسلواکيا ګروپ په ۲۰۲۴م کال کې پر اوکراين ګڼ شمېر وسلې پلورلي او د همدې کال ګټې يې د وړم کال په پرتله ۱۹۳سلنه زياتوالی ښيي او دغه زياتوالی يې د وسلو په سلو نړيوالو مخکښو شرکتونو کې لومړی مقام نيولی دی.
د سټاکهولم د نړيوالې سولې څيړنيز انسټيټيوټ څيړونکي جيډ ريکارډ ويلي، چې د اروپا ګڼ شمېرهېوادونه په ډېرې چټکۍ وسلې اخلي او د پوځ د عصري کېدو هڅې کوي او همدا لامل دی، چې د وسلو پلور زیات شوی دی.
امريکايي رسنيو په دې وروستيو کې د وسلو پلور ته پام اړولی او راپورونه يې ورکړي، چې د غزې جګړې او د اوکراين بحران د امريکا د وسلو پلورونکو شرکتونو ته سترې ګټې رسولې دي.
د امريکا د پيټسبورګ پوهنتون پروفيسور دانيل کواريک وايي، چې دوامدارې جګړې د امريکا د وسلو پلورونکو شرکتونو لپاره د هرکلي وړ دي.
د سویډن د وپسالا پوهنتون څيړنيز انسټيټيوټ ويلي، په ۲۰۲۴م کال کې په نړۍ کې په ټوليزه توګه ۶۱ شخړې روانې وې، چې لږ تر لږه يو هېواد پکې ښکيل و او دا له ۱۹۴۶م کال راهيسې د شخړو په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه ده.
د افريقا لویه وچه د شخړو له امله تر ټولو سخته ځپل شوې او په تېر ۲۰۲۴م کال کې په افریقايي هېوادونو کې ۲۸ شخړې روانې شوې دي.
د نړۍ په ګڼو سیمو کې امنيتي حالات ترينګلي دي او د امنيت په اړه د بېلا بېلو هېوادونو انديښنې ډېرې شوي او ځينو يې په پراخه کچه وسلې اخيستې دي، چې دا په حقیقت کې د وسلو د سيالۍ پيل دی او باور دا دی، چې دا به د امنيت پر وړاندې ګڼ خطرونه راپورته کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش ويلي، د نړيوال پوځي لګښت زياتوالي د وسلو نوې سيالي پيل کړې، چې د بېلا بېلو هېوادونو پر مالي چارو او اقتصادي پرمختګ يې ډېر فشارونه اچولي دي.
د ناروې د اوسلو(Oslo) د سولې انسټيټيوټ د څېړنو منشي سيري اس روسټاد ويلي، که د نړۍ هېوادونه دوامدارې همکارۍ ونه کړي، نو د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ګټو او سيمه يېزې سولې او ثبات پر وړاندې به خطرونه نور هم زيات شي.
د شنونونکو په نظر، د وسلو پراخول او د ډلو جوړول دایمې سوله نه شي رامنځته کولی. که بېلا بېل هېوادونه همغږۍ زياتې کړي او د څو اړخيز ميکانيزم له لارې د امنيتي ننګونو پر وړاندې مقابلې وکړي، نو د شخړو خطرونه به کم شي او د امنيت کسر به ختم او نړيواله سوله به رامنځته شي.




































