په قرغیزستان کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د متحده عربي اماراتو د اتحاد د ۵۴مې کالیزې د نمانځغونډې په مراسمو کې ګډون وکړ. په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت په خپره کې خبر پاڼه کې ویلي، چې حقاني د مراسمو پر مهال د اماراتو سفیر ته مبارکي ورکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار کړی دی. دغه راز په یادو مراسمو کې مولوي عبدالشکور حقاني له یو شمېر سفیرانو او دیپلوماټانو سره د دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه هم خبرې کړې دي.



































