بغلان کې د صابون د تولید لومړنۍ فابریکه د یو ملي سوداګر له لوري د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت جوړه او فعاله شوه. د یادې فابریکې مسوول ګل محمد زمان ویلي، چې په دې فابریکه کې هره ورځ شاوخوا ۶ ټنه لوړ کیفیت لرونکی د جامو مینځلو صابون تولیدېږي، چې دا نه یوازې د بغلان اړتیاوې پوره کوي، بلکې د شمال ولایتونو ۸۰ سلنه بازارونو ته به هم ولېږل شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې فابریکې په فعالېدو سره لسګونه کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.



































