په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې دغه هېواد د ۴۰ درملو تولیدونکو شرکتونو په ګډون د درملو نندارتون پرانیستی دی. په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بېکدلي، د نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي چې ایران د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره نږدې همکاري لري. هغه زیاته کړې چې په دې نندارتون کې د ایراني درملو د تولید مخکښ او باکیفیته شرکتونو ګډون کړی دی.



































