د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج الدین ایواله ویلي، چې د کونړ په «زري بابا کمپ» کې څلور زلزله ځپلي ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي. نوموړي پرون د دغو ماشومانو پر مړینه د خواشینۍ په څرګندولو سره په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دا پیښه د کونړ د نورګل ولسوالۍ په «زري بابا کمپ» کې شوې ده. د هغه په خبره دا ماشومان د سړې هوا او مخنیوي وړ ناروغیو له امله مړه شوي دي. د یونیسف استازي پر نړیوالو ادارو او سازمانونو غږ کړی، چې زلزله ځپلو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. نوموړي پر ژغورونکو ژمنیو مرستو ټينګار کړی دی.



































