ذبيحالله مجاهد د پکتيا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د مدرسو د حافظانو او مولويانو د فراغت په تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې په ټول هېواد کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال هېڅ لويه امنيتي پېښه نهده رامنځته شوې. هغه ویلي په هېواد کې د اوسني امنيت لپاره امنيتي ځواکونه او مسوولان شپه او ورځ کار کوي. نوموړي له خلکو غوښتنه کړې چې د اوسني نظام تر شاه دې ودريږي او د پرديو دسيسو ته دې متوجې وواسي. نوموړي ټينګار کړی چې د هېواد دفاع او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره ټکنالوژي يوه اړتيا ده. د نوموړي په خبره اوس وخت کې د عصري تعليم لپاره توجه زياته شوې او د نويو ځوانانو د روزنې لپاره کار کوي.



































