د کډوالو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په روانه اونۍ کې ۱۹۰ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۱۷۱ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو ۲ میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۱۹ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته را ستانه شوي دي.



































