د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، عبدالرحمن منير او ورسره مل پلاوي ازبکستان ته سفر کړی. د دغه سفر موخه د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمه ییزو معلوماتو او نشه يي توکو سره د مبارزې د همغږۍ مرکز د غړو هېوادونو غونډه کې ګډون دى چې د روان زیږیز کال د ډسمبر مياشتې په پنځمه د ازبکستان پلازمېنې سمرقند کې جوړیږي.



































