د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د پرانیستې په اړه د افغانستان دریځ یو ځل بیا اعلان کړ. نوموړي ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې د پاکستاني لوري له خوا په غیرې قانوني ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه وتړل شوې، چې دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي زیانونه ورسول. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له پاکستان سره سوداګریزې لارې به هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي، کله چې د پاکستان حکومت څخه قوي اطمینان تر لاسه شي. د نوموړي په خبره؛ دغه پرېکړه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، د دواړو لورو د ولسونو هوساینې او باعزته سوداګرۍ په موخه شوې ده.



































