د سپین بولدک د روغتیا برخې مشر ډاکټر کریم اغا ویلي، چې د تېرې شپې په نښتو کې څلور ولسي وګړي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي چې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی. نوموړی وايي، په شهیدانو کې یوه ښځه او یو ماشوم دي. دغه کسان په مازل ګلۍ او لقمان کلي سیمو کې د پاکستان له لوري د هاوان په بریدونو کې ټپیان او شهیدان شوي دي. ځايي خلک وايي اوس وضعیت ارام دی او د جګړې له امله بې ځایه شوې کورنۍ، بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي.



































