هند او روسیې د خپلې کلنۍ سرمشریزې ګډه اعلامیه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو نږدې همغږي ستایل شوې ده، چې پکې د ډيالوګ له ځانګړي میکانیزم سره همکاري هم شامله ده. همدارنګه په اعلامیه کې د وسلهوالو ډلو پر ضد د ترسره شوو اقداماتو هرکلی شوی او ویل شوي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد مبارزه هر اړخیزه وي. دواړو هېوادونو د افغان ولس لپاره د بېړنیو او بېځنډه بشري مرستو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.



































