په روسیه کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په مسکو کې افغان سفیر ګل حسن حسن د پانګونې او اقتصادي «دوم تاوریچسکي» فورم کې کډون کړی دی. د سرچینې په خبره د فورم په ترڅ کې د خرسون والي ولادمیر سلدو ویلي، چې دغه سیمه چمتو ده، چې افغانستان ته زراعتي محصولات، په ځانګړي ډول غنم صادر کړي. د روسیې په پلازمینه مسکو کې د د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې فورم کې د روسیې له تازه یوځای شویو سیمو څخه واليانو د خپلو اقتصادي ظرفیتونو او پانگونې فرصتونو معلومات وړاندې کړل. په ورته مهال افغان سفیر مولوي ګل حسن حسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو، وارداتو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.



































